د هرات د صنایعو او کانونو خونې رییس حمیدالله خادم وايي، د دې ولایت په صنعتي ښارګوټي کې د کارتن جوړولو په یوه فابریکه کې پراخه اورلګېدنه رامنځته شوې ده. د هغه په وينا، اور په شدت سره دوام لري او د لومړنيو معلوماتو له مخې، تر اوسه پورې دې پېښې له لسو ميليونو ډالرو څخه ډېر زيان اړولی دی. خادم وايي، اور وژونکې ډله د پېښې په ځای کې ده او د مهارولو هڅه یې کوي.