د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر عطاالله عمري د کورنیو چارو وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې د مرستیال، د اوبو او انرژۍ وزارت د مرستیال او د رییس الوزرا له اقتصادي مرستیالۍ، د بهرنیو چارو وزارت او د استخباراتو له ریاسته د استازو په ګډون د یوه پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی دی. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه پلاوی به د کرنې، اوبو لګولو، مالدارۍ، د خوړو خوندیتوب، وړتیا لوړونې او اړوندو نورو برخو کې د دواړو هېوادونو د همکاریو پراختیا په موخه له ازبکستاني چارواکو سره پر اقلیمي بدلونو او د امو سیند د حوزوي اوبو پر سرچینو او اغېزو یې خبرې وکړي.