د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت چې د لغمان د قرغیو والسوالۍ په سرخکان سیمه کې له پاکستانه د راستنېدو افغان کډوالو لپاره یو لنډ مهالی کمپ جوړ شوی دی. د معلوماتو له مخې دې کمپ کې د کډوالو لپاره ټولې اسانتیاوې په پام کې نیول شوې او د ښاروالۍ له لوري د اوبو، ټرانسپورټ خدمات او همکارو ادارو له خوا اړین توکي چمتو شوي دي. د کډوالو وزارت په یو بل خبر کې ویلي، چې ۲۶۳ افغان بندیان یې هم د پاکستان له بندخونو راخلاص کړي دي. یاد وزارت د کندهار سپن بولدک سرحدي امریت له قوله خبر ورکړی، چې یاد کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو، چې په بند کې تر پنځو ورځو تېرېدو وروسته راخوشي او بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.