په فراه ولایت کې سيمه ييزو چارواکو او د ايران د بهرنيو چارو وزارت د پلاوي ترمنځ ګډه ناسته شوې. د فراه والي غوث الدين رهبر په دې ناسته کې د اقتصادي ودې، ګډو ناستو او د سوداګرۍ پراخېدو پر اړتیا ټینګار کړی. د ايران د بهرنيو چارو وزارت مرستيال رسول مهاجر د سوداګريزو اسانتياوو، د شيخ ابونصر فراهي بندر د سړک رغونې، وارداتي برېښنا او د فراه خلکو د درملنې په برخه کې د همکاریو ژمنه کړې. دواړو لورو د سوداګریزو اړیکو پراخېدو ته ژمنتیا ښودلې او د موجوده ستونزو د حل لپاره یې د عملي اقداماتو خبر ورکړی.