د بشري حقونو سازمان راپور ورکړی چې د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت په مهرستان ښار کې د ناپېژاندو وسله والو په ډزو کې لږ تر لږه اته پاکستاني اتباع وژل شوي دي. یاد سازمان د د سیمه ییزو سرچینو په حواله لیکلي، چې دا پیښه پرون شوې او قربانیان ټول د پنجاب ایالت څخه دي. ځايي سرچینو ویلي، چې جسدونه د پیښې په ځای کې په داسې حالت کې موندل شوي، چې ښکاري ټول په مستقیم ډول په نښه شوي وو او لاسونه او پښې یې تړل شوي وو. د برید انګېزه لا تر اوسه نه ده معلومه او هیڅ ډلې یې مسؤلیت نه دی منلی. ځايي خلکو ویلي چې بریدګر له ډزو وروسته له سیمې تښتېدلي دي. دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د ایران په سرحدي سیمو کې د پاکستاني اتباعو د خوندیتوب په اړه اندیښنې زیاتې شوې دي.