د چين د دولتي شورا د تعرفې کمېسیون د اپرېل په ۱۱مه نېټه د یوي اعلامیې په خپرولو سره دا په ډاګه کړې، چې امريکا د اپریل په ۱۰مه نېټه پر چیني محصولاتو د “متقابلې تعرفې” کچه ۱۲۵٪ ته لوړه کړې، دغه کړنه یې له نړیوالو سوداګریزو قوانینو او اساسي اقتصادي اصولو څخه په جدي توګه سرغړونه ده او چين دغه چلند د ځورونې او یو اړخیز ځپلي عمل بولي.
په اعلاميه کې ويل شوي، چې يادې شورا د چين ولسي جمهوریت د تعرفې قانون، ګمرکاتو قانون، د بهرنۍ سوداګرۍ قانون او اړوندو نړيوالو قوانينو سره سم پرېکړه کړې، چې د اپرېل له ۱۲مې نېټې څخه پر امریکایي محصولاتو د اضافي تعرفې کچه له ۸۴ سلنې څخه ۱۲۵سلنې ته لوړه کړي.
په دغه اعلاميه کې دا زياته شوي: له دې امله چې د تعرفې په اوسنۍ کچه کې چین ته صادر شوي امریکایي محصولات د بازار منلو امکان نشته، که امریکا پر چیني محصولاتو نورې زياتې تعرفې وضع کړي، چین به دا له پامه وغورځوي.