چین د امریکا لخوا د تعرفې د اضافه کېدو پالیسۍ په ځواب کې د اپرېل د ۱۰مې نېټې د غرمې له ۱۲ بجو ۱ دقیقې څخه له امریکا څخه پر ټولو وارداتي محصولاتو ۸۴ سلنه تعرفه اضافه کړه. سربېره پر دې، چین د سوداګرۍ نړیوال سازمان په چوکاټ کې پر امریکا دعوا کړې او د امریکا څو تصدۍ یې د بې باوره تصدیو په لېست کې شاملې کړې دي.
بېجینګ په ورته مهال د چین او امریکا په سوداګریزو اړیکو کې د څو موضوعاتو په اړه د خپل دریځ سپین کتاب خپور کړ چې پکې په سیستماتیک ډول یې خپل اصول، تګلارې او دریځ په ډاګه کړي دي.
بله خوا، امریکا بیا د چین پر محصولاتو تعرفې ۱۲۵ سلنې ته لوړې کړې. د امریکې د ختیځ په ځايي وخت د اپرېل په ۱۰مه نېټه د اپل او مایکروسافټ په شمول د امریکې ۷ لویو تخنیکي شرکتونو د ونډو بیې ډېرې ټیټې شوې دي.
د چین د ډیپلوماتیکو چارو پوهنتون پروفیسور لي های دونګ په دې اړه وویل، د امریکې له دغو یو لړ ګامونو څخه ښکاري چې واشنګټن د خپلو ګټو په موخه د تعرفې په وسیله پر نورو سخت فشارونه اچوي او د شخړو راپارولو له لارې خپل تسلط ساتي. چین هم دې ته ټینګه رویه وښودله چې که امريکا د تعرفې او سوداګريزې جګړې پر پيل ټينګار وکړي، چين به تر پايه مبارزه وکړي.
امریکا د سوداګرۍ د منفي توازن د کمښت په پلمه په روان کال کې د تعرفې مختلف ګامونه غوره کړي، مثلاً د بېلا بېلو صنایعو تعرفې، د مختلفو هېوادونو پر وړاندې تعرفې او بالمثل تعرفې یې زیاتې کړې او په نتیجه کې د نړۍ سوداګریز وضعیت ترینګلی شوی او د امریکې ټولنې ته هم اندېښنه اړول شوې ده، څرنګه چې د امریکا په بازار کې د توکو بیې ډېرې لوړې شوې دي.
ویلی شو چې د امریکا د تعرفې تګلارو له امله یې خپلې اقتصادي ستونزې نه دي حل شوې، بلکې ځان ته یې زیانونه رسولي دي. د ګولدمن سچس ګروپ په دې وروستیو کې د یو راپور په خپرولو سره د راتلونکي کال لپاره د امریکا د اقتصادي کمزورتیا اندازه له ۳۵ سلنې ۴۵ سلنې ته لوړه کړې.
بله خوا، چین په خپلو ثابتو تګلارو نړۍ ته باور برابروي.
د چین دریځ تل څرګند او مسلسل دی. د چین لخوا په خپور شوی سپین کتاب کې راغلي، د چین او امریکا د اقتصاد او سوداګرۍ د اړیکو بنسټ ګډې ګټې دي، دواړه خواوې د مساوي خبرو اترو او د ګډو ګټو پر بنسټ د همکارۍ له لارې خپلمنځي توپیرونه حل کړي. بېجینګ د واشنګټن د تعرفې ځپل پر وړاندې سړه سینه ساتي او کافي مدلل ځوابي ګامونه یې غوره کړي دي. د چین دغه کړنې نه یوازې خپل حاکمیت، خوندیتوب او د پرمختګ ګټې ساتلې، بلکې د نړیوالې سوداګرۍ د مقرراتو د ساتلو په موخه هم دي.
سربېره پر دې، د چین ثابت اقتصادي پرمختګ هم نړیوالو ته باور برابروي. د سږ کال په لومړۍ ربعه کې د چین اقتصاد د ښه والي تمایل ساتلی. د چین د وارداتو او صادراتو ۱۳۷م نندارتون به څو ورځې وروسته پرانیستل شي او څه باندې ۳۰ زره شرکتونه به پکې برخه ولري. چین په دوامداره توګه له نړۍ سره ګټور فرصتونه شریکوي، نړۍ هم پر چین باور لري.
چین د یو مسئولانه هېواد په توګه په ثابتو تګلارو د پرانیستي نړیوال اقتصاد جوړونه هڅولې. د چین مشرانو په دې وروستیو کې د اروپايي ټولنې او اسیان له مشرانو سره ټلیفوني خبرې کړې او د خپلمنځي همغږۍ پر پياوړتیا او د څواړخیز سوداګریز نظام پر ساتنې یې ټینګار وکړ.
د نړیوالو شنونکو په اند، د امریکا په نسبت، چین د اقتصادي پرمختګ لپاره د نور باور وړ سرچینه ده. د نړۍ د اقتصادي همکارۍ او پرمختګ سازمان څو ورځې مخکې د چین د اقتصادي زیاتوالي اندازه صفر اعشاریه ۱ سلنه لوړه کړې ده.