د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي، په کابل کې د پاکستان سفارت له شارژدافیر عبیدالرحمن نظاماني سره کتلي دي. په خبر پاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې د دوه اړخیزې سوداګرۍ په برخه کې د همغږۍ پر زیاتوالي او د ټرانزیټ په برخه کې د شته ستونزو پر حل خبرې شوې دي. خبر پاڼه زیاتوي، چې دواړو لورو د کابل او اسلاماباد ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټي بهیر د اسانتیاوو لپاره، پر نږدې همکارۍ او د ګډو هر اړخیزو پر همکاریو ټینګار کړی دی.