د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، د پاکستان له بندخونو څخه ۲۶۳ افغان بندیان ازاد او خپل هېواد ته راستانه شوي دي. یاد وزارت په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې یاد کسان د پاکستان په بېلابېلو برخو کې نیول شوي او له یوې څخه تر پنځو ورځو پورې بندي شوي وو. د خبر پاڼې د مالوماتو له مخې یاد کسان له نوم لیکنې او بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته؛ خپلو اصلي ځایونو ته لېږدول شوي دي.