صدا او سیما خبري اژانس راپور ورکړی، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي او د منځني ختیځ لپاره د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي ستیو ویتکاف ترمنځ نامخامخ خبرې اترې پای ته رسېدلې. په راپور کې ویل شوي، چې دا خبرې د عمان د بهرنیو چارو وزیر په منځګړیتوب شوې دي. د راپور په حواله، د دغو مذاکراتو پر مهال عراقچي او ویتکاف د عمان د بهرنیو چارو وزیر په منځګړیتوب د ایران اټومي پروګرام او پر دغه هېواد د بندیزونو لرې کولو په اړه د خپلو اړوندو حکومتونو دریځونه په «رغنده او له درناوي سره مل چاپېریال» کې شریک کړي دي. په راپور کې راغلي چې دواړو لورو هوکړه کړې چې مذاکرات دې په راتلونکې اوونۍ کې دوام ومومي.