په نړیوال سیاست او اقتصاد کې هغه هېوادونه بریالي پاتې شوي چې له اصولو، انصاف، او همکارۍ سره یې تعامل کړی وي. خو متحده ایالات، چې ځان د نړیوال اقتصاد رهبر بولي، په وروستیو کلونو کې له دې اصولو ښکاره سرغړونه کړې او د چین پر وړاندې یې یو اړخیزه، فشاریدونکې او غیرمنصفانه سوداګریزه جګړه پیل کړې ده. دا جګړه، چې په لوړه کچه سیاسي بڼه لري، له قانوني مشروعیت او نړیوالو سوداګریزو اصولو سره هیڅ ډول سمون نه لري.
امریکا هڅه کوي د تعرفو، بندیزونو، او د چینايي ټکنالوژۍ د مخنیوي له لارې، خپل سیال له پرمختګه راوګرځوي. خو دا چلند نه یوازې د نړیوالو قوانینو خلاف دی، بلکې د اقتصادي عدالت مفهوم ته هم جدي ګواښ پېښوي. د نړۍ هېوادونه داسې تګلاره نه شي زغملی چې یو ځواکمن هېواد وغواړي د سیال پرمختګ په زوره ودروي، پرته له دې چې نړیوال قواعد په پام کې ونیسي.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې د دې جګړې بڼسټګر دی، د شعارونو، احساساتي ویناوو او یو اړخیزو پرېکړو له لارې هڅه کوي چې د امریکا ولس ته وښيي چې ګوندې د چین د اقتصادي غلبې مخه نیسي. خو د هغه عمل او وینا ترمنځ تل ژور تضاد موجود و. هغه نه د آزاد بازار پر ارزښتونو باور لري، نه د اصولو پر سیالۍ. بلکې دا جګړه یې د داخلي سیاسي کمپاین، احساساتو راپارولو، او د عامه افکارو د کنټرول لپاره وسیله ګرځولې ده .
په واقعیت کې، د چین پر وړاندې دا جګړه یوازې یوه سیاسي پروژه نه، بلکې د امریکا له خوا د خپل زوال د پټولو هڅه ده. ځکه امریکا نور نشي زغملی چې یو نوی قدرت، لکه چین، د اقتصاد، نوښت، تکنالوژۍ او نړیوال سیاست په ډګر کې ورسره اوږه په اوږه ولاړ شي. له همدې امله یې د سالم رقابت پر ځای، د خنډونو، محدودیتونو، او تعصب ډک سیاست غوره کړی.
چین، برعکس، د زغم، تدبیر، او هوښیارۍ له لارې هڅه کوي نړیوال بازار ته د باور وړ، پر اصولو ولاړې همکارۍ وړاندیز کړي. د نویو بازارونو، سیمهییزو تړونونو، او د “یو کمربند، یوې لارې” د سترو پروژو له لارې چین ثابته کړې چې اقتصادي ځواک باید د فشار وسیله نه، بلکې د وصل، تفاهم او ګډ پرمختګ لاره وي. د امریکا له فشار سره سره، چین نه یوازې شا ته نه دی تللې، بلکې د زیاتېدونکي نړیوال ملاتړ سره پر مخ روانه دی.
د امریکا اوسنی سیاست، چې د سیاسي انحصار او اقتصادي ځانغرضۍ له روحیې سرچینه اخلي، نړیوالو ته دا پیغام ورکوي چې دا هېواد نور د مشارکت، اعتماد، او متقابلې ګټې اصل نه پېژني. دا طرز تفکر، که دوام ومومي، نه یوازې به امریکا ته اقتصادي زیان ورسوي، بلکې نړیوال اعتماد به هم پرې کمزوری کړي.
په حقیقت کې، دا جګړه چې د عدالت، مساواتو او سالم رقابت پر ضد پیل شوې، یوه ناکامه او شاتهتللې هڅه ده. نړۍ نور له داسې چلند ستړې ده چې یوازې د یو قدرت ګټې پکې خوندي وي. نړیوال اقتصاد د ټولو ملتونو ګډ میراث دی، او هېڅ یو هېواد نشي کولای د نورو حقونه تر پښو لاندې کړي.
که امریکا غواړي چې د نړۍ یو اغېزناک، محترم او باوري اقتصادي شریک پاتې شي، باید د زور له پالیسۍ، اقتصادي تبعیض، او سیاسي فشارونو لاس واخلي. ځکه راتلونکی د ملګرتیا، عدالت او ګډو حل لارو دی – نه د انحصار، بندیزونو او بېعدالتۍ.