د افغانستان بانک ویلي، چې د تېر یوه کال په لړ کې یې څه باندې درې مېلیارده او ۳۰۰ میلیونه زاړه بانکنوټونه راټول او سوځولي دي. د یاد بانک ویاند حسیبالله نوري ویلي، چې د پولي معقولو سیاستونو پر بنسټ به، نوي بانکنوټونه چاپ او د هېواد په بازار کې به ووېشل شي. په همدې حال کې کې د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې د افغانيو بانکنوټونو د زړښت د مخنیوي لپاره اړتیا ده، چې د مالي او بانکي سیستم لپاره یو مشخص طرز العمل جوړ شي. د هېواد په بازارونو کې د افغانیو د زړو بانکنوټونه ګردښت هغه ستونزه ده، چې تل ترې شکایت کېږي؛ خو د مخنیوي لپاره یې لاهم بېلابېلو حکومتونو کوم مشخص میکانیزم نهدی جوړ کړی.