د کورنیو چارو سرپرست وزیر، د دې وزارت لومړي مرستیال محمد نبي عمري او د ملي دفاع وزارت د لوی درستیز مرستیال حاجي مالي خان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو له سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر سره کتلي. په دې کتنه کې د هېواد پر وروستیو تحولاتو او د راستنېدونکو کډوالو لړۍ ته په چمتووالي خبرې شوي. په دې کتنه کې مولوي عبدالکبیر ویلي، چې په ټولو ولایتونو او بندرونو کې د کډوالو لپاره اړین چمتوالی نیول شوی او له ولسونو، شتمنو هېوادوالو او امنیتي ادارو څخه یې غوښتي چې له راستنېدونکیو افغانانو سره تر خپل توانه مرسته وکړي.