د چين او لاوس ترمنځ رېل پټلۍ دوه کاله مخکې پرانیستل شوې او په تېرو دوو کلونو کې يې د دواړو هېوادونو د وګړو د تګ راتګ، د مالونو د ټرانسپورټ او کلتوري تبادلې په برخو کې مثبت رول لوبولی دی.
د روان کال د اپريل تر ۱۲مې نېټې پورې، د دغه رېل پټلۍ له لارې د مسافر وړونکو اورګاډيو د تګ راتګ شمېر ۷۴ زرو ته رسېدلی او له ۵۰ ميليونو او ۸۰۰ زرو زياتو کسانو تګ راتګ کړی دی. په ورته موده کې د دغه رېل پټلۍ له لارې د مال وړونکو اورګاډيو د تګ راتګ شمېر ۵۳ زرو ته رسېدلی او د لېږدول شويو مالونو وزن له ۵۷ ميليونو او ۲۰۰ زرو ټنو څخه زيات شوی دی.