د چين دولت رئيس شي جين پينګ به ژر له مالیزیا څخه رسمي لیدنه وکړي. همدارنګه د چین مېډیا ګروپ د لوړ کيفيت لرونکي فلمي او ټلويزيوني پروګرامونو د خپرونې فعالیت په ځايي وخت د اپريل په ۱۲مه نېټه په کوالالمپور کې پرانيستل شو. د شي جين پينګ د کلتوري کیسو په شمول ۱۰ لوړ کيفيت لرونکي فلمي او ټلويزيوني پروګرامونه به په وار سره د مالیزیا په عمومي رسنيو کې خپاره شي.
د چین مېډیا ګروپ مشر شن های شیونګ او د ماليزيا د ملي خبري اژانس رئيس هوانګ جن وې د دغه فعالیت لپاره ويډيويي ويناوې وکړې.