د چين دولت رئيس شي جين پينګ د اپرېل په ۱۱مه نېټه په بېجينګ کې د هسپانيا له لومړي وزير پیدرو سانچز سره د ليدنې پر مهال دې ته اشاره وکړه چې چين غواړي له هسپانيا سره د ټاکلو سټراټيژیو پر اساس ولاړ هراړخيز ستراتېژيک مشارکت جوړکړي چې پرمختګ يې لازيات خوندځنده ځواک ولري.
ده زیاته کړه چې چین دغه راز غواړي چې د دواړو هېوادونو د خلکو د هوساينې د زياتوالي، د چين او اروپايي هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پياوړتيا او د نړیوالې سولې، ثبات او پرمختګ د هڅونې لپاره لا زيات خدمتونه وکړي. پیدرو سانچز پردې ټينګار وکړ چې چين د اروپايي ټولنې مهم همکار دی. ده زیاته کړه چې هسپانيا تل د اروپا او چين د اړيکو د ثابت پرمختګ ملاتړ کړی او غواړي له چين سره د لوړې کچې تبادلې وساتي او د سوداګرۍ، پانګونې، علمي او تخنيکي نوښت او د زرغونې انرژۍ په برخو کې متقابلې ګټورې همکارۍ ژورې کړي.
دواړو خواوو د دې ليدنې په ترڅ کې د چين د فلم ملي ادارې او د هسپانيا د فلم او ويډيويي او اوډيويي هنرونو ادارې ترمنځ د فلمي همکارۍ یادښت هم لاسليک کړ چې له مخې به یې دواړه خواوې د فلمونو په برخه کې خپلمنځي تبادلې او همکارۍ لا ژورې کړي او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د کلتوري تبادلې او د دوه اړخیزو اړیکو د لوړ کچې پرمختګ لپاره به نوی خوځنده ځواک برابر کړي.
چين په نړۍ کې د فلمونو دوهم لوی بازار دی او په ټوله نړۍ کې پانګوال او فلم جوړونکي هيله لري چې په چين کې د خپلو کارو بارو پراخوالی ومومي. خو په دې وروستیو کې د امریکا لخوا د تعرفو د زیاتوالو له امله، د چین د فلم ملي ادارې ویلي چې د امریکايي فلمونو د وارداتو اندازه به تر مناسبې اندازې پورې کمه کړي. د د امریکا له خوا پر چیني تولیداتو د تعرفو له زیاتولو وروسته د امریکا د دوو مهمو فلم شرکتونو والټ ډیزني (The Walt Disney Company) او وارنر بروس کشف (Warner Bros. Discovery) د ونډو بیې په چټکۍ سره راټیټې شوې.
په عین وخت کې، د اروپايي ټولنې د کمیسیون مشرې وان دیر لاین هم په ډاګه ویلي چې که امریکا او اروپايي ټولنه د تعرفو په اړه موافقې ته ونه رسیږي، اروپايي ټولنه به د امریکا د ټېکنالوژۍ د لویو شرکتونو پر وړاندې اقدام وکړي.
د فلم چارې او د ساینس او ټېکنالوژۍ خدماتي چارې د عصري خدماتو چارو مهمې برخې دي او امريکا په تېرو زياتو کلونو کې په دې برخه کې برتری درلودلی چې له همدې امله يې نه یوازې د امریکا کلتوري ارزښتونه صادر کړي، بلکې له ټولې نړۍ څخه يې امريکا ته سترې ګټې رسولي دي. د چین او اروپایي ټولنې لخوا امریکا ته د تعرفو له امله مطرح شوي خبرداري ښیي چې د امریکا د تعرفې نوې تګلارې د خدماتو سوداګرۍ په برخه کې د دوی خپلو اصلي چارو ته زیانونه رسوي. د هالیوډ مشهور فلم جوړونکي حتی ډونالډ ټرمپ «لېونی» بللی او د هغه کارونه يې غندلي دي.