د پکتيا د کرکټ بورډ امریت مسوولین وايي چې په زرمت ولسوالي کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د کرکټ اختريز جام سيالی پای ته ورسېدې. يادې سيالي د «زرملوال چيمپينزټرافي» تر سرليک لاندې جوړې شوې وې. په دغو سياليو کې د پکتيا مرکز ګردېز، بېلابېلو ولسواليو او کلبونو لوبډلو ګډون کړی وو. د پکتيا د کرکټ بورډ امر بخت محمد زرملوال وويل چې يادې لوبې د تېرو پنځه کلونو راهيسې د اختر شپو او ورځو کې د کرېکټ بورډ امريت سره په همغږۍ د سيمې د ځوانانو په شخصي هڅو ترسره کېږي. هغه دغهراز وويل چې د کليوال کرېکټ د ودې او پراختيا لپاره يادې لوبې مهمې دي. د يادو لوبو يوه تنظيموونکي امانالله الهام وويل چې د دې لوبو له جوړېدو موخه د ځوانانو ترمنځ د يووالي او کرکټ لوبې ته وده ورکول دي.