توماس نیکلاسون پر خپله اېکس پاڼه خبر ورکړی، چې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي په توګه یې ماموریت پای ته رسیدلی دی. هغه ویلي چې تر بلې خبرتیا پورې به د هغه مسوولیتونه د اروپایي ټولنې د بهرني عمل خدماتو کې د افغانستان او پاکستان څانګې د مشر، ډارین دریا په غاړه وي. نیکولسن روښانه کړې چې زما استعفا په هیڅ ډول د افغانستان په اړه د اروپايي ټولنې په چلند کې د بدلون مانا نه لري. نوموړي زیاته کړې اروپایي ټولنه به په افغانستان کې خلکو ته د ژمنو او د دغې ټولنې د ګټو او ارزښتونو د ساتنې په هدف خپل حضور ته دوام ورکړي. توماس نیکولسن د ۱۴۰۰ کال د جون په میاشت کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي په توګه خپل کار پیل کړی و.