سانا خبري اژانس راپور ورکړی، چې د سوریې لنډمهالی رییس احمد الشرع د یو پلاوي په مشرۍ متحده عربي اماراتو ته رسېدلی دی. په راپور کې ویل شوي، چې د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر شیخ عبدالله بن زاید ال نهیان د نوموړي هرکلي ته البطین هوايي ډګر ته ورغلی و. په راپور کې راغلي چې وروسته احمد الشرع د متحده عربي اماراتو له ولسمشر شیخ محمد بن زاید سره کتلي دي. دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې نوموړی ترکیې ته تللی و او هلته یې د انتالیا د دیپلوماسۍ په څلورم پړاو کنفرانس کې ګډون کړی و.