له ويتنام څخه د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د عمومي منشي او دولت رئیس شي جين پينګ د رسمي ليدنې په څنډه کې،«د شي جين پينګ د خوښۍ وړ کلاسيکې کيسې» پروګرام چې د چين مېډيا ګروپ لخوا په ويتنامي ژبه جوړه شوې، د اپرېل له ۱۴ مې څخه په ويتنام کې په خپرېدو پيل شوی دی.
په همدې ورځ د چين مېډيا ګروپ او د ويتنام تلويزيون ترمنځ د همکارۍ مراسم او د چين او ويتنام ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو ۷۵مې کليزې په مناسب د کلتوري تبادلې فعاليت د ويتنام په پلازمېنې هانوي کې تر سره شوی دی. دواړه خواوې به خپلمنځي منظمې همکاريز سيسټم اباد کړي او د معلوماتو د شريکاتو، د پروګرامونو د ګډې جوړونې، د انساني تګ راتګ او ټېکنالوژيکو راکړو ورکړو په برخو کې همکارۍ پياوړې کړي او د دواړو هېوادونو د دوستۍ لپاره به د خبري رسنيو رغنده رول ولوبوي.
د ویتنام صدراعظم فام مينګ چينګ دغه مراسمو ته د نوموړي پروګرام د خپرېدو او د فعاليت د برياليتوب په مناسبت د مبارکۍ پيغام ليږلی دی.
د ويتنام او چين د سياست، اقتصاد، کلتور، رسنيو او ښوونې مشهورو شخصيتونو په ګډون څه باندې ۱۵۰ مېلمنو په دغه فعاليت کې ګډون کړی دی.
د چين مېډيا ګروپ مشر شن های شيونګ، د ويتنام تلويزيون مشر نګوين تهانګ لام، د ويتنام د کلتور، سپورټ او سلانۍ وزير دايمي مرستيال له های بينګ په دغه فعاليت کې ګډون او ويناوې کړې دي.