د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي، چې د غزې په شمال کې، پر الاهلي روغتون، د اسراييل د وړمې ورځې د برید په پایله کې دغه روغتون په بشپړه توګه ویجاړ شوی او له کاره لویدلی دی. په غزه کې چارواکو ویلي، د روغتون پر مهمو څانګو لکه عاجل خونې، لابراتور، سکېن ماشینونو او درملتون ته زیان رسېدلی چې دغه مرکز یې له طبي خدمتونو وړاندې کولو غورځولی دی. د دغه روغتون مسوولینو ویلي، دوی اړ شوي چې ۵۰ ناروغان نورو روغتونونو ته ولېږدوي؛ خو هغوی ویلي چې نور ۴۰ ناروغان د امکاناتو د نشتوالي له امله په نازک وضعیت کې پاتې دي او لېږدول یې ستونزمن دي. د روغتیا نړۍوال سازمان ټینګار کړی چې روغتونونه، ناروغان او روغتیايي کارکوونکي د نړۍوالو بشري قوانینو لمخې د ساتنې لاندې دي او باید سمدستي پر روغتیايي مرکزونو بریدونه ودرول شي.