د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، امیرخان متقي په کابل کې د پاکستان سفارت له سرپرست، عبیدالرحمن نظاماني سره کتلي دي. د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس، ضیا احمد تکل ويلي، په دغه کتنه کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، په خپلو خبرو کې د افغان کډوالو پر جبري را ایستلو او د ځینو ارګانونو له لوري له کډوالو سره په نامناسب چلند خپله خواشینې څرګنده کړې، روان ناسم چلند یې پاروونکی او د دواړو هېوادونو د اړیکو په زیان بللی او د دغه وضعیت د بدلون غوښتنه یې کړې ده. تکل زیاته کړې چې په دغه کتنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سیاسي او اقتصادي مسایلو هر اړخيزې خبرې شوي.