د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې ۹۱ افغانان پرون د پاکستان له زندانونو خوشې او هېواد ته راستانه شول. د یاد وزارت په وینا، دغه کسان چې له یوې څخه تر پنځو ورځو پورې په بند کې وو، د بشري مرستو ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته ولېږدول شول. د کډوالو چارو وزارت نه دي ویلي چې دا مهال څومره افغان کډوال د پاکستان په زندانونو کې بندیان دي. دا په داسې حال کې ده چې د روانې وري میاشتې په ۲۱مه او ۲۲مه هم ۲۶۳ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته راستانه شوي وو.