د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر عطاءالله عمري د ازبکستان د کرنې له وزیر ابراهیم عبدالرحمن اوف سره په تاشکند کې کتلي او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ برخو کې یې د همکاریو پر پراخېدو ټینګار کړی. عمري د پانګونې فرصتونو ته په اشارې ډاډ ورکړی، چې افغان لوری به پانګهوالو ته اسانتیاوې برابرې کړي. د ازبکستان د کرنې وزیر د کرنیزو توکو د تبادلې، تخمونو برابرولو او تخنیکي همکاریو ژمنه کړې. دواړو خواوو د غیر معیاري توکو د لېږد، نباتي کرنتین او حیواني روغتیا په برخو کې د همکارۍ پرېکړه کړې ده.