د ۲۰۲۵م کال د اوساکا نړيوال نندارتون د اپرېل په ديارلسمې نېټې په رسمي توګه پرانيستل شو چې د اکتوبر تر ديارلسمې نېټې پورې به دوام ولري.
د انسانانو او طبيعت د ګډ برخليک د ابادۍ او راتلونکي زرغونې ټولنې تر سرليک لاندې چیني نندارځی هم په همدې ورځ پرانيستل شو چې ۳۵۰۰ مربع متره مساحت لري او په دې نندارتون کې تر ټولو لوی بهرنی نندارځی ګڼل کيږي.
د چين د نړېوالې سوداګرۍ د هڅونې کمېټې مشر ژون هونګ بين د يادو مراسمو پرمهال په خپله وينا کې ويلي چې هېواد يې په فعاله توګه د اوساکا له نړيوال نندارتون څخه ملاتړ کوي او په دې نندارتون کې برخې اخيستنې ته په درنه سترګه ګوري.
ده زیاته کړې چې له اړوندو خواوو سره يو ځای يې د چيني نندارځي د پرانيستلو لپاره د چمتوالي ډېر کارونه تر سره کړي.
هغه هيله ښودلې چې په دې نندارځي کې د په زړه پورې فعاليتونو له لارې نړيوالو ته سمسور او پرانيستی چين وښيي او کتوونکي به له چيني نندارځي څخه ښې خاطرې ولري او د د مساواتو پر بنسټ ولاړ او د نړۍ څو قطبي کېدو، د ټول شموله نړیوال اقتصاد جوړېدو لپاره هڅې وکړي.