د چين د سوداګرۍ وزارت وياند د اپرېل په ۱۳ مه ويلي، چې امريکا د اپرېل په ۱۲ مه د اړوند يادښت له مخې له ادعايي ”بالمثال تعرفو“ څخه د چين د کمپيوټر، ګرځنده ځيرکو ټیلېفونونو، سيمي کنډکټور (Semiconductor) د توليدولو وسايلو او انټيګریټډ سرکټونو په ګډون ځينې توليدات له بالمثل تعرفو څخه معاف کړي او چين اوس د امریکا د دې کړنې احتمالي اغېزې ارزوي.
ده ویلي: موږ متوجه یوو چې امریکا په لومړي ځل د اپريل له ۱۰ مې څخه د خپلو سوداګريزو همکارانو پر توليداتو د ادعايي ”بالمثل تعرفو“ وضع کول وځنډول او اوس يې په دویم ځل بیا دغه تګلارې بدلې کړې.
هغه زیاته کړه چې دا امريکې له خوا د خپلې ناسمې کړنې د سمولو لپاره يو کوچنی ګام دی.
نوموړي همدارنګه ويلي، که امريکا پر نورو هېوادونو تش په نامه ”بالمثل تعرفو“ وضع کړي چې نه يوازې يې له بنسټيزو اقتصادي او بازاري قوانینو څخه سرغړونه کړې، بلکې د هېوادونو ترمنځ يې متقابلې ګټورې همکارۍ او د عرضې او اړتياوو اړيکې له پامه غورځولې دي. هغه زیاته کړه، کله چې امریکا د اپريل له دويمې نېټې وروسته په خپله ادعايي ”بالمثل تعرفو“ تګلارې پيل کړې نو په دې سره د دغه هېواد خپلې ستونزې نه دي هوارې شوې، دغه راز نړيوال اقتصادي او سوداګريز نظم او د تصديو عادي توليدي فعاليتونو او د خلکو ژوند ته هم ډېر زيانونه رسېدلي دي.