امريکا د تعرفو تګلاره کې نوی بدلون راوستی او د کمپيوټر، موبایلفون، د سیمیکنډکټور د تجهیزاتو او انټيګریټډ سرکټونو په شمول د چین ځينې محصولات له بالمثل تعرفو څخه معاف شوي دي.
واشنګټن دغه اصلاحي ګام د اپریل په ۱۲مې نېټې پورته کړی، چې د نړۍ پراخه پاملرنه یې راجلب کړې ده.
د برېتانیې د فاینشيل ټایمز په شمول ځینو لوېديځو رسنیو د امريکا ياد ګام پر چیني محصولاتو د تعرفوي تګلارې د نرمېدو لومړۍ نښه بللې ده.
بېجینګ بیا د اپریل په ۱۳مې نېټې د واشنګټن دغه عمل د تېروتنې د سمون ګام بللی دی.
دا ډېره ښه خبره ده، چې امریکا خپلې تېروتنې سمې کړي. چین د نړۍ د وارداتو او صادراتو دوهم لوی هېواد دی او د امریکا د منځنۍ او لوړې کچې ډېری توليدي چارې د چین په شمول پرمختیايي هېوادونو کې ترسره کېږي.
شمېرې ښيي، د اېپل شرکت د موبایلفون ۹۰ سلنه تولیدي چارې او بسته بندي يې په چين کې بشپړېږي او د امریکا د تعرفو د تګلارې له امله د اېپل موبایلفون بیو کې له ۳۰ تر ۴۰ سلنې لوړوالی راتلی شي. د امریکا د مالي او بانکي چارو يوه کارپوه ویلي، که د ايفون جوړونې چارې امریکې ته وسپارل شي، نو اصلي لګښت به یې ۲۵ سلنه لوړ شي او که بالمثل تعرفې پرې ولګېږي، نو عمومي لګښت به یې ۹۱ سلنه زیات شي.
د وېډبوش پولي چارو کارپوه دانیل ایفوس ویلي، که د امریکا حکومت اړوند محصولات له بالمثل تعرفو څخه معاف نه کړي، نو د دغه هېواد تخنیکي چارې به لس کاله شاتګ وکړي او د مصنوعي ځیراکتیا انقلابي جریان به یې ډېر ورو شي.
داسې ښکاري، چې امریکا خپل تولیدي توان ډېر لوړ ارزولی او د ګردې نړۍ د توليدي چارو ځنځیري پیوستون ته یې ډېر سپک کتلي دي. خو واقعیتونو دا وښوده، چې د ډونالډ ټرمپ د لوړو تعرفو له امله د اقتصاد او سوداګرۍ نړيوال نظم خراب شوي، چې نه يوازې نورو، بلکې امريکې ته یې هم زیانونه رسولي دي.
اروپايي ټولنې ويلي، که امریکا پخپله خوښه د تعرفو تګلارې بدلې کړي او پر همدې لارې د اروپايي هېوادونو د ځپلو هڅې وکړي، نو اروپايي هېوادونه به هم ارام کېنني او پر وړاندې به یې د خدمتي سوداګرۍ په برخه کې ځوابي تدبیرونه ونیسي.
شمېرې ښيي، امریکا له اوږدې مودې راهيسې د خدمتي سوداګرۍ مثبت توازن ساتلی او تېر کال اندازه يې شاوخوا ۳۰۰ میلیارډو امریکايي ډالرو ته رسېدلی و.
امریکا د خدمتي سوداګرۍ د صادراتو له لارې۴.۱ میلیونه کاري فرصتونه برابر کړي دي.
د توکو سوداګري د خدماتي سوداګرۍ بنسټ دی. د بېلګې په توګه، نړیوال پولي خدمات په عمده توګه د نړیوالې سوداګرۍ د سرمایو راغونډېدو او پانګونې په کارونو کې ترسره کېږي. که په نړۍ کې د محصولاتو د سوداګرۍ نیمه برخه کمه شي، نو د امریکا پولي خدمتونو ته د نورو اړتیاوې به هم ډېرې کمې شي.
د خدماتي سوداګرۍ بنسټ بیا باور او اعتماد دی. واشنګټن په دې وروستیو کلونو کې د خپلو ګټو لپاره پر ګڼ شمېر هېوادونو بندیزونه لګولي او ځينې يې اړ کړي او ځينې یې بیا لمسولي دي، چې له امله یې پر دغه هېواد د نورو هېوادونو باور ډېر کم شوی دی.
امریکا پر ګردې نړۍ د اضافي تعرفو تګلاره غوره کړې، خو ګڼو هېوادونو يې پر وړاندې عکس العمل او ټينګ مخالفت ښودلی دی.
د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني ویلي، امریکا د باور وړ سوداګریز همکار نه دی او د سوداګریزې جګړې پړه یې پر همدغه هېواد وراچولې ده.
اوس واشنګټن ځینې محصولات له بالمثل تعرفو څخه معاف کړي او د خپلې تېروتنې د سمون لپاره يې یو کوچنی ګام پورته کړی دی.
کارپوهان وايي، واشنګټن باید د خپلو تېروتنو د سمون او د سوداګریزو توپیرونو د لیرې کولو لپاره لوی ګامونه واخلي او له سوداګریزو همکارانو سره د متقابل احترام پر بنسټ باید ډیالوګ او خبرې وکړي.