د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي، چې قطر ته د افغان کارګرانو د استولو لپاره لومړنۍ هوکړه شوې ده. د دغه وزارت ویاند سمیعالله ابراهیمي ویلي، هڅې روانې دي، چې د وړاندیز شوې مسودې له وروستي تایید وروسته، د دواړو هېوادونو ترمنځ رسمي هوکړه لاسلیک شي. ورته مهال، کابل کې ډېری کارګران، د کاري فرصتونو او عاید نشتوالی په خپل ژوند کې یو تر ټولو ستره ننګونه ګڼي. د کار او ټولنیزو چارو وزارت د شمېرو له مخې، تېر کال څه باندې ۱۱۴ زرو کسانو ته د کار جوازونه ورکړل شوي؛ د وزارت د معلوماتو له مخې دا هغه کسان دي، چې په دولتي ادارو او خصوصي سکتور کې جذب شوي دي.