د رییس الوزراء ملا محمد حسن په مشرۍ د کابینې ۱۷مه غونډه کې په مهمو اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري مسایلو پرېکړې شوې دي. ارګ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دې غونډه کې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ته دنده سپارل شوې، څو هېواد ته بېرته راستنېدونکو اړمنو او مستحقو کډوالو ته په مشخصو ښارګوټو کې د ځمکو د وېش لړۍ پيل کړي. خپرپاڼه کې راغلي، د کابینې ناسته کې د یاد کمېسیون ټولې کمېټې د کډوالو اړوند ښارګوټو کې په منظم ډول د چارو په ترسره کېدو مکلفې شوې دي. د کابینې غونډه کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ته دنده سپارل شوې، چې ایران کې د افغان کډوالو د هویت تثبیت په موخه پلاوی واستوي، څو هلته شته افغانانو ته د پاسپورټ اخېستنې، زده کړو او نورو برخو کې اسانتیاوې برابرې کړي.