د سرپرست حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف وروستۍ څرګندونې رد کړې. فطرت ویلي، افغانستان د پاکستان امنیتي ستونزو مسوول نه دی او یاد هېواد کې امنیتي ستونزې د اسلام اباد کورنۍ مسئله ده. نوموړي زیاته کړې، پاکستان دې د خپلو ناکامیو پړه پر افغانستان نه اچوي او دې برخه کې دې افغانستان ته ملامتۍ ګوته نه نیسي. د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف تور پورې کړی، چې پاکستان ته وسلهوالې ډلې له افغانستان ورځي او هلته په نا امنیو لاس پورې کوي هغه ادعا چې د افغانستان سرپرست حکومت په وار وار رد کړې ده.