سعودي عربستان غواړي نړۍوال بانک ته د سوريې پور ورکړي. رویټرز خبري اژانس د درېیو سرچینو له قوله ویلي، چې دا ګام به د سوریې د فلج شوي سکټور د بیارغونې او ملاتړ لپاره د میلیونونه ډالرو بلا عوضه مرستې تصویب ته لاره هواره کړي. د یادونې وړ ده، چې سوریه د نړۍوال بانک ۱۵ میلیونه ډالر پوروړې ده.