د ماليزيا د سينچو ډېلي، سټارس او سينر هاريان ورځپاڼو د لا ښکلي راتلونکې په لوري د چين او ماليزيا د دوستۍ د کښتۍ مزل په عنوان د اپرېل په ۱۵مه نېټه له مالیزیا څخه د شي جين پينګ د رسمي لیدنې په درشل کې د هغه یوه مقاله خپره کړه.
شي جين پينګ په دغه مقاله کې ويلي، چې چين او ماليزيا بايد خپلمنځي ستراتيژيکې اړيکې او متقابل سياسي باور پياوړی کړي، د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ په برخه کې دې د دواړو هېوادونو د همکاريو پلانونه په ښه توګه عملي کړي، ستراتيژيکې راکړې ورکړې او د حکومتولۍ د تجربو تبادلې دې زياتې کړي او په لوړه کچه دې خپلمنځي اړيکې لا ټينګې کړي.
شي جين پينګ پر دې ټينګار کړی، چې چين د آسيان د يووالي او د آسيان ټولنې د ابادۍ ټینګ ملاتړ کوي، په سيمه ييز چوکاټ کې د آسيان د مرکزي مقام ملاتړ کوي او د آسيان د نوبتي رئيسه هېواد په توګه د ماليزيا د دندې د تطبيق ملاتړ کوي. شي جين پينګ هيله ښودلې، چې ماليزيا د چين او آسيان ترمنځ د اړيکو په همغږۍ کې د پل رول ښه عملي کړي.