له ويتنام څخه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د لیدنې په ترڅ کې، د چين ميډيا ګروپ مشر شن های شيونګ د ويتنام د ټېليويزيون له مشر نګويېن تانح لام سره د چين ميډيا ګروپ او د ويتنام ټېليويزيون د ۲۰۲۵ـ ۲-۲۰۲۶م کال همکاريز يادښت لاسلیک کړی.دغه راز د ويتنام غږ راډېو له مشر دو تيېن سي سره يې د چين ميډيا ګروپ او یادې راډيو ترمنځ د همکارۍ تړون لاسليک کړی.
همدارنګه د ويتنام د ژورنالېزم پوهنځي له مشر فام مينګ شان سره يې د چين ميډيا ګروپ او یاد پوهنځي ترمنځ د همکارۍ يادښت لاسليک کړی.
دواړو خواوو د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د ويتنام د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د عمومي منشي تو لام په حضور کې دوه اړخيز همکاریز تړونونه لاسلیک کړي دي.
د چين ميډيا ګروپ په جلا توګه له يادو سازمانونو سره عادي همکاريز ميکانيزمونه جوړ کړي، څو د چين او ويتنام د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره هڅه او خدمت وکړي.