د چين د بهرنيو چارو وزارت د اپريل په ۱۴مه نېټه يوه مطبوعاتي غونډه تر سره کړې.
ویاند په دې غونډه کې د یو خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې ویلي يې دي امريکايي لوري په دې وروستيو ورځو کې اعلان کړی، چې هغو چيني چارواکو ته به د ويزې محدوديت ولګوي، چې د چین شي زانګ سيمې ته د بهرنيانو د ننوتنې د مخنيوي تګلارې يې جوړې يا اجرا کړې، ویلي چې چین به پر دې امریکایانو د وېزې محدودیت وضع کړي.
د چين د بهرنیو چارو وزارت وياند لين جيان ویلي چې د شي زانګ چارې د چين کورنۍ چارې دي او هېڅوک پکې د مداخلې حق نه لري.
ده ویلي چې امريکا د شي زانګ مسئلې په پلمه پر چيني چارواکو د ويزې محدودیت لګولی او داسې کړنه يې له نړيوال قانون او د نړیوالو اړيکو له اساسي اصولو څخه سرغړونه لري.
نوموړي دغه هراز ویلي چې د چين د بهرنيو اړيکو قانون او د چين د بهرنيو هېوادونو د بنديز ضد قانون له مخې، چين پرېکړه کړې، چې پر هغو امریکايي چارواکو د وېزې محدویت وضع کړي چې د شي زانګ پر مسائلو ناسمې څرګندونې یې کړې.