د چين دولت رئيس شي جين پينګ به ژر له کمبودیا څخه رسمي لیدنه وکړي. همدارنګه د چین مېډیا ګروپ د لوړ کيفيت لرونکي فلمي او ټلويزيوني پروګرامونو د خپرولو فعالیت په ځايي وخت د اپريل په ۱۳مه نېټه د کمبودیا په نوم پنه کې پرانيستل شو. د شي جين پينګ د کلتوري کیسو په شمول ۷ لوړ کيفيت لرونکي فلمي او ټلويزيوني پروګرامونه به په وار سره د کمبودیا په عمومي رسنيو کې خپاره شي.
د چین مېډیا ګروپ مشر شن های شیونګ، د کمبودیا د ملي ټلویزیون مشر په شمول د دواړو هېوادونو مشرانو یاد فعالیت ته ويډيويي ويناوې وکړې.