د چین د ګمرکاتو عمومي ادارې د اپریل په ۱۴مه نېټه شمېرې خپرې کړې چې له مخې یې د سږ کال په لومړۍ ربعه کې د چین د محصولاتو د وارداتو او صادراتو ارزښت ۱۰ اعشاریه ۳ ټریلیونو یوانو ته رسېدلی چې د تېر کال د همدې مودې په نسبت یو اعشاریه ۳ سلنه زیاتوالی ښيي.
د چین د صادراتو او وارداتو ارزښت له مسلسلو ۸ ربعو راهیسې له ۱۰ ټریلیونو اوښتی دی. په تېره لومړۍ ربعه کې د چین د صادراتو ارزښت له ۶ ټریلیونو زیات شوی، او دغه سرعت د تېرو دوو میاشتو په نسبت ۳ اعشاریه پنځه سلنه زیاتوالی ښيي. برسیره پر دې، پر څه باندې ۱۷۰ هېوادونو او سیمو د چین صادرات د زیاتېدو په حال کې دي.
له دغو شمېرو څخه ښکاري، چې د چین د بهرنې سوداګرۍ پیمانې مخ په پراخې دي او کیفیت یې مخ په لوړېدو دی.