د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپريل په ۱۴مه نېټه د ويتنام د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې په مقر کې د دغه هېواد له صدراعظم فام مينګ چينګ سره خبرې اترې کړې.
شي جين پينګ په دې ليدنه کې ويلي، چې دواړه خواوې بايد ستراتيژيکې همکارۍ او همغږي پياوړې کړي، د چين او ويتنام د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ سياسي بنسټ ټينګ کړي، د لوړې کچې تګ راتګ زيات کړي، ستراتيژيکو تبادلو ته وده ورکړي، په ګډه د تسلط، يواړخيزتوب او پروتېکشنيزم ضد مبارزه وکړي، د ګردې نړۍ د پرمختګ ، د امنيت او تمدن وړاندیزونه ښه پلي کړي، په نړۍ کې مساوات او عدالت خوندي کړي، د اسيا او نړۍ امنيت، ثبات، پرمختګ او سمسورتيا وساتي.
فام مينګ چینګ ويلي، چې له ويتنام څخه د رئيس شي جين پينګ ليدنه په روان کال کې د دواړو هېوادونو تر ټولو لوړې کچې تګ راتګ دی او د ويتنام او چين د اړيکو لپاره يې لويه او ښه پېښه بللې ده. د هغه په خبره، د شي جين پينګ لیدنه تاريخي اهميت لري او د دواړو هېوادونو د اړيکو پرمختګ ته به لارښوونه ورکړي او دوه اړخیزو همکاريو پياوړتیا ته یوه ښه زمینه برابره کړې ده.