د ماينونو د خطر د پوهاوي او د ماين پاکۍ له چارو څخه د ملاتړ نړيواله ورځ پرون په کابل کې له پېښو سره د مبارزې او چمتوالي ملي ادارې له لوري د یوې خبري غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه. د دغې ادارې د ماين پاکۍ د انسجام او همغږۍ مسوول نورالدين رستم خېل په جوړه شوې غونډه کې وویل چې په ۲۰۲۴ کال کې ۷۵۰ پرسونل ضد ماينونه، ۴۲۳ وسايطو ضد ماينونه، ۸۲۹ په لاس جوړ شوي ماينونه او ۶۶ زره ۷۸۹ ناچاوده توکي پيدا او له منځه وړل شوي دي. نوموړي زیاته کړه، چې په یاده موده کې دغه راز د ماينونو او ناچاوده توکو له کبله ۳۲۶ پېښې رامنځته شوې، چې په پايله کې يې ۶۱۳ تنه هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ د برخې مسوول نیکولاس سټیفن پانډ هم چې په دې غونډه کې یې ګډون درلود وویل چې اوس د ماین پاکۍ د پروګرامونو د عملي کولو لپاره تر هر بل وخت ښه امنیتي شرایط برابر شوي دي.