د لوګر ولایت د پل علم ښاروالۍ مسوولینو خبر ورکړی، چې د ۱۴۰۳ مالي کال په ترڅ کې یې ۶۱ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي او یو شمېر پراختیايي پروژې یې هم پلې کړې دي. د پل علم ښاروالۍ د مسوولینو په خبره د تېر کال په اوږدو کې یې د یاد ښار له بېلابېلو سرچینو یاده اندازه عواید راټول کړي دي. دوی وایي، د ۱۴۰۳ کال په لړ کې ۲ زره ۲۶۱ جوازونه او ۴۲۵ ټوکه د صفایي کتابچې وېشل شوې او په بېلابېلو برخو کې یو شمېر پروژې هم پلې شوې دي. د یاد ولایت ځایي چارواکو ویلي، چې د روان ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د پل علم ښاروالۍ له لوري د ۳۸ میلیونه افغانیو په لګښت یو لوی عصري سوداګریز مارکیټ هم پلان شوی دی.