د بغلان ولایت د اقتصاد ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د خصوصي سکټور له لوري ۳۷۷ تولیدي، ودانیز او لوجستیکي شرکتونه فعالیت کوي. د مسوولینو په خبره په یاد شمېر شرکتونو له ډلې ۱۳ د کرنیزو تخمونو، ۱۸ د اوړو د تولید، ۲ د اوبو د تولید، درې د غیرالکولي مشروباتو، ۱۴ د یخ د تولید، ۲ د غوړو د تولید، ۲ د پلاستیک جوړونې، ۲ د لبنیاتو، ۳ د مالګې د تولید، ۴ د لاسي توکو د تولید او ۲۹۵ ودانیز، ترانسپورتي او لوجستیکي شرکتونه دي چې سلګونه کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوې ده. د یاد ولایت د اقتصاد ریاست مسوولین دغه راز وايي، چې دغه شرکتونه په بېلابېلو برخو کې د ۱۲۲۳ میلیونه افغانیو په پانګونې سره فعال شوي او په همدې پیسو خپلو چارو ته دوام ورکوي.