د نړيوال قانون په اړه یو ارزښتناک او نوښتګر اثر، د “نړيوال قانون؛ په غرب او اسلام کې” تر سرلیک لاندې، د زاهد جلالي له خوا لیکل شوی او اکسوس کتابپلورنځي تازه چاپ کړی دی. دا کتاب ټولټال ۳۵۰ مخونه لري.
په کتاب کې د غرب اوسنی واکمن قانون او نظم او هم د اسلامي پېر قانون څېړي او ارزوي. کتاب په دوو برخو وېشل شوی دی:
لومړۍ برخه د معاصر نړيوال قانون تعریف، سرچینې، تاریخچه او بنسټیز مفاهیم تشریح کوي. دا برخه د “غربي نړيوال قانون” تر عنوان لاندې د هغو مفاهیمو انتقادي شننه وړاندې کوي چې د غربي تمدن تر چتر لاندې رامنځته شوي دي.
دویمه برخه د اسلامي نړيوال قانون اړوند بحث کوي، چې له سره موخه یې دا ده چې لوستونکي ته دا پیغام ورسوي: اسلامي تمدن هم خپل ځانګړی قانوني سیسټم لري چې باید وپېژندل شي او ورباندې کار وشي.
د لیکوال په وینا:
“دا کتاب هڅه کوي د نړيوال قانون مفاهیم په ساده او روانه ژبه وړاندې کړي، څو یوازې حقوقي محصلین نه، بلکې هر لوستونکی چې له قانون، سیاست او نړیوال نظم سره علاقه لري، استفاده ترې وکړای شي.
دا اثر د علمي بحثونو او فکري هڅو لپاره یو مهم پیل بلل کېږي، او تمه ده چې استادان او څېړونکي یې د لا ژورې مطالعې او پراختیا لپاره وکاروي.
کتاب دا مهال له اکسوس سربېره په کندهار، ننګرهار، مزار شریف، خوست، لوګر او خوست کتابپلورنځيو کې هم ترلاسه کېدای شي.