د چين دولت رئيس شي جين پينګ پر ځايي وخت د اپريل د ۱۵مې نېټې په ماسپښین د ماليزيا د پاچا سلطان ابراهيم په بلنه له دغه هېواد څخه د رسمي ليدنې لپاره په ځانګړې الوتکه کې کوالالمپور ته ورسېد.
د مالیزیا لومړي وزیر انور بن ابراهیم او د بهرنیو چارو وزیر محمد په شمول لوړ پوړو چارواکو په هوايي ډګر کې د شي جین پينګ تود هرکلی وکړ.
شي جين پينګ يوه ليکلې وينا وکړه او د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب يې د ماليزيا حکومت او خلکو ته د زړه له کومې سلامونه او نيکې هيلې وړاندې کړې.