له ماليزيا څخه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د رسمي ليدنې په څنډه کې د اپريل په ۱۵مه نېټه د ماليزيا په پلازمېنه کولالمپور کې د چين مېډيا ګروپ په کوربتوب د ګډې هوساينې لپاره د ګډو هڅو په نوم کلتوري فعاليت تر سره شو.
د ماليزيا د سياسي، اقتصادي، کلتوري، تعليمي او رسنيو برخو څه باندې ۲۰۰ مېلمنو په دغه فعاليت کې ګډون کړی و.
د چين مېډيا ګروپ مشر شن های شيونګ نوموړي فعاليت ته په وينا کې هيله ښودلې، چې د ماليزيا له رسنيزو ملګرو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلتوري تبادلې نوې پاڼه واړوي او د رښتينو اقدماتو له لارې د دواړو هېوادونو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره خدمتونه وکړي.
په دغه فعاليت کې د چين مېډيا ګروپ او د ماليزيا – چين دوستۍ ټولنې، د ماليزيا تونکو عبدالرحمن پوهنتون، د ماليزيا د سيمه ييزو تګلارو انسټيټيوټ او د ماليزيا د جنګهه نړيوال انسټيټيوټ ترمنځ د همکاريزو سندونو د لاسليک مراسم تر سره شول.