د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وزیر نورالدین عزیزي، د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ، پاکستان ته سفر کړی دی. د یاد وزارت د مالوماتو له مخې؛ په یاد پلاوي کې د ا.ا د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت، د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې د تسهیل ریاست، د بهرنیو چارو، مالیې، کډوالو او راستنېدونکو چارو، ترانسپورټ او ملکي هوايي چلند او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارتونو او همدا رنګه د کرنیزو تولیداتو او د سوداګرۍ او پانګونې د خونو استازي شامل دي. د افغان پلاوي د دغه سفر موخه، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، ټرانزیټ او انتقالاتو پر وړاندې د شته خنډونو څېرل او لرې کول او دغه راز، پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو پورې اړوند ننګونو او ستونزو د حل لارې په اړه خبرې دي.