د کندهار ولایت په ډنډ او دامان ولسوالیو کې ۱۳ شنې خوني جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د یاد ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په بدیل معیشت پراختیایي بودیجه، د کښته میوند، لوړ میوند، ژړۍ، ډنډ، دامان او پنجوایي ولسوالیو کې د ۶ میلیونه ۴۴۰ زره افغانیو په ارزښت د ۳۵ شنو خونو له ډلې څخه پرون چهارشنبه په ډنډ او دامان ولسوالیو کي د ۱۳ هغو چارې بشپړې شوي دي. د چارواکو په خبره د پاتې شنو خونو د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.