د ایران بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، عباس عراقچي د روسیې له ولسمشر، ولادیمیر پوتین سره په مسکو کې کتلي دي. په دغه کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو ترڅنګ د سیمې د روان وضعیت په اړه هم خبرې شوې دي. اعلامیې زیاته کړې چې دواړو لورو په سیمه کې د شتو ګواښونو او له اوکراین سره د روانې جګړې په اړه هم د نظرونو تبادله کړې ده.