د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر په بېجېنګ کې د افغانستان له سرپرست سفیر بلال کریمي سره کتلي دي. د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې د اقتصادي فعالیتونو، پانګونې، د واخان بندر د فعالولو او له راستنېدونکو سره د مرستو په تړاو خبرې شوې دي. د خبرپاڼې له مخې، کریمي د دواړو هېوادونو اړیکو ته په اشاره ویلي، چین له افغانستان سره د اړیکو پراختیا ته لیواله دی. ورته مهال مولوي عبدالکبیر د کابل او بېجېنګ ترمنځ د شویو هوکړو په پلې کېدو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې سرپرست حکومت غواړي، له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه له چین سره ښې اړیکې ولري.