د روسیې سفیر، دیمیتري ژیرنوف د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، امیرخان متقي ته په رسمي ډول ومنله چې ا.ا یې د ممنوعه ډلو له نوملړه لرې کړ. د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس، ضیا احمد تکل ویلي، دواړو چارواکو له یو بل سره په کتنه کې د روسیې د سترې محکمې دغه پرېکړه د مسکو او کابل ترمنځ په اقتصادي او سیاسی برخه کې د اړیکو د پرمختګ لپاره تاریخي پرېکړه یاده کړه.