چین د اپريل په ۱۶مې نېټې اعلان کړی، چې د روان کال په لومړۍ ربع کې یې اقتصادي وده ۴،۵ سلنې ته رسېدلې او اقتصاد یې قوي او انعطاف خوځنده ځواک او د بهرنیو ننګونو پر وړاندې د مقابلې بشپړ توان لري.
بي بي سي په يوه راپو کې ویلي، د چین اقتصادي ودې “د تمې خلاف” پرمختګ موندلی دی.
فایننشل ټایمز او بلومبرګ بیا د چين د اقتصادي ودې هراړخيزه ارزونه کړې او “قوي” او “باثباته” کليمې يې ورته کارولې دي.
د چين د روان کال د لومړۍ ربع ۵،۴ سلنه اقتصادي وده د تېر کال د څلورمې ربعې په پرتله ۱،۲ سلنه زیاتوالی ښيي او د تېر ټول کال د ۵ سلنې او د تېر کال د لومړۍ ربع د ۵،۳ سلنې د اقتصادي ودې په پرتله هم لوړوالی ښيي.
د چين د روان کال د لومړۍ ربع د اقتصادي ودې دا کچه د نړۍ په لویو اقتصادونو کې ترټولو ډېره او غوره ده، چې د بیاسمسورتيا رجحان به يې دوام ولري او دغه لاسته راوړنه يې د نړیوال پېچلي چاپېریال او د ژورو منفي اغېزو په شرایطو کې ترلاسه شوې، چې کارپوهان يې اسانه چاره نه بولي.
امريکا د روان کال له پیل راهیسې پر خپلو سوداګریزو همکارانو د تعرفو ډېر پړاوونه وضع کړي، چې د نړۍ پر اقتصادي سیسټم یې سخته منفي اغېزه کړې ده.
نړۍ اندېښنه لري، چې ایا چین به د دوهم لوی اقتصاد په توګه په پېچلي او سخت بهرني چاپېریال کې پر له پسې پرمختګ ومومي؟
د نړۍ دغې اندېښنې ته د چين د لومړۍ ربع ډېټا ځواب ویلی دی.
د روان کال له لومړۍ ربع راهیسې، د چین د ټولو صنعتي چارو اضافي ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۶،۳ سلنه زیات شوی، د خدماتي چارو اضافي ارزښت يې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵،۳ سلنه ډېر شوی او په ثابتو شتمنیو کې يې پانګونه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴،۲ سلنه زیاته شوې ده. چين د کلونو له پرمختګ وروسته يو بشپړ صنعتي سیسټم او پياوړې وړتياوې خپلې کړي او د اقتصادي پرمختګ لپاره يې ټينګ بنسټ برابر کړی دی.
بهرنی چاپېريال لاډېر پېچلی او سخت شوی او د ځاني سوداګرۍ ساتونکې کړنې پکې د زياتېدو په حال کې دي.
د امريکا لوړې تعرفې به د چين پر اقتصاد لنډمهاله فشار ولري، خو په اوږدمهال کې به یې د اقتصادي ودې عمومي تمايل بدل نه شي.
چين ډېرې فعالې او اغېزمنې لويې اقتصادي تګلارې پلې کوي، د بهرنيو ننګونو پر وړاندې د هر ډول مقابلې توان لري او خپلې ټاکلې پرمختيايي موخې ترلاسه کوي.
د برېتانيې د هيليون ( Haleon) شرکت د چیني مرستيال فو يو رسنيو په وينا، د چين اقتصادي پرمختګ د بهرنيو پانګوالو باور خپل کړی او ” خوندي ځای” يې ورته برابر کړی دی.