د چين دولت رئيس شي جین پينګ د اپرېل په ۱۷ مه د کمبوډيا په پلازمينه پنوم پنه کې د دغه هېواد د پاچا له مور مونيس سيهانوک سره وکتل.
شي جين پينګ د کمبوډيا د عنعنوي نوي کال په پار مونيس سيهانوک ته مبارکي او نيکې هيلې وړاندې کړې.
نوموړي مونيس سيهانوک د چين او کمبوډيا د دوستۍ ليدونکې او هڅوونکې بللې او ويلي يې دي چې هغې ”د چين ولسي جمهوریت د دوستۍ نښان“ په رښتينيو احساساتو او هڅو ترلاسه کړی دی.
مونيس سيهانوک وويل: ډېره خوښحاله شوم چې د چين او کمبوډيا دوستۍ پرله پسې پرمختګونه کړي دي، هيله لرم چې دغه دوستي لا ژوره او ټينګه شي او چينايان د رئیس شي جين پينګ تر لارښوونې لاندې د بيا سمسورتيا په لاره کې زیات پرمختګونه وکړي.